مکرون: سوریه کې به د داعش ضد عملیات فبروري کې بشپړ شي

د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون وايي، په سوریه کې د داعش ضد پوځي عملیات به په فبروري میاشت کې بشپړ شي.

ولسمشر مکرون پرون په یوې ټلوېزېوني وینا کې وویل چې د ډیسمبر پر نهمه د عراق صدراعظم د جګړې د ختمېدو او د داعش پر ضد د بریا اعلان وکړ او د ده په فکر دوی به د فبروري د نیمايي نه تر وروستیو ورځو په سوریه کې د داعش ضد جګړه وګټي.

مکرون د فرانسې ټو ټلوېزېون ته ویلي چې پاریس دا مهال د سوریې شپږ کلنې کورنۍ جګړه کې ټولو ښکېلو خواو لپاره سوله غواړي.

نوموړي دا هم وویل، ولسمشر اسد به په ټولو خبرو کې له پامه نه غورځول کېږي خو د سوریې مشر به یو ورځ د خپلو کړنو ځواب ورکوي.

د سوریې کورنۍ جګړه کې شاوخوا څلور لکه کسان وژل شوي او په میلیونونه نورو خپل کورونه د جګړې په سبب پرېښي دي.