د اوکراین پولیسو کیف کې له زرګونه مظاهره چیانو سره نښته وکړه

د اوکراین پولیسو پرون یکشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۶» په کیف کې له هغو زرګونه مظاهره چیانو سره نښته وکړه چې د ولسمشر پیټرو پروشینکو د محاکمې غوښتنه یې کوله او لارو او سړکونو ته را وتلي وو.

مظاهره چیانو همدا راز غوښتنه کوله چې د اوکراین لويې څارنوال له دندې لېرې شي.

زیات مظاهره چیان د اپوزیسیون د مشر میخائیل ساکاشویلي پلویانو وو د ولسمشر پیټرو پروشینکو له سختو منتقدانو دی.

د کیف پولیسو ویلي چې ۲۳ غړي یې له مظاهره چیانو سره په نښتو کې زخمیان شوي دي.

د پولیسو په وینا، خلکو هڅه کوله چې په کیف کې د اکټوبر ماڼۍ تالار ته ور ننوزي.

دا ودانۍ له ۲۰۱۳ تر ۲۰۱۴ میلادي کاله د اوکراین د پخواني ولسمشر ویکتوریانکوویچ پرضد د ولسي مظاهرو مرکز وو.