کرملېن وايي "سي.ای.اې" له روسیې سره ځینې معلومات شریک کړي

کرملېن وايي چې د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې "سي.ای.اې" له روسیې سره داسې معلومات شریک کړي چې له مسکو سره یې په سن پترزبورګ ښار کې د یوې تروریستي حملې په مخنیوي کې مرسته کړې ده.

کرملېن پرون یکشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۶» په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ټیلیفوني خبرې کړې او د معلوماتو له شریکولو یې مننه کړې ده.

له سپینې ماڼۍ په خبرپاڼه کې چې وروسته خپره شوه ویل شوي چې د امریکا ولسمشر د ولادیمیر پوتین له ټیلیفونه خوشاله شوی او ورته ویلي يې دي چې د امریکا د استخباراتو اداره ویاړي چې له روسیې سره د معلوماتو د شریکولو له لارې یې د ډېرو خلکو ژوند ژغورلی دی.

د سپینې ماڼۍ په خبرپاڼه کې لیکل شوی:

"جمهور رئیس ټرمپ، په هرځای کې د ترورېستانو د کړیو د ځپلو لپاره د استخباراتي معلوماتو د شریکولو پر اهمیت ټینګار کړی دی."

د روسیې استخباراتو د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د داعش ډلې اووه غړي يې نیولي چې په سن پترزبورګ کې یې د تروریستي حملو پلان جوړ کړی و او له بهره لارښوونه ورته کېده.