د بوسنیا هرزګوینا په پلازمېنه سارایوو کې پرون یکشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۶» لسګونه مظاهرهچیان لارو او سړکونو ته را وتلي وو او د بیتالمقدس په اړه د امریکا د ولسمشر پرېکړه یې وغندله.
د امریکا ولسمشر د ډېسمبر په شپږمه وویل چې بیتالمقدس د اسرائيل رسمي پایتخت دی او له تل ابیبه د امریکا سفارت به هم بیتالمقدس ته ولېږدول شي.
په بوسنیا کې مېشتو فلسطینیانو او نورو مذهبي ډلو پرون د ډونالډ ټرمپ د دې پرېکړې پر ضد مظاهره تنظیم کړې وه چې لږترلږ سل تنه ورغلي وو.
هغوی د "بیت المقدس د فلسطین پلازمېنه ده" نارې وهلې او د ټرمپ او د اسرائیل صدراعظم پرضد شعارونه يې هم لېږدول.