چارواکي: د سرپل د سانچارک ولسوالۍ تبر کلی بېرته افغان ځواکونو ونیو

د سرپل چارواکي وایي، د سانچارک ولسوالۍ د تبر کلی نن یکشنبه بېرته افغان امنیتي ځواکونو ونیو.

د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه کلی د افغان ځواکونو د هوایي او ځمکنیو ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې نن له غرمې وروسته له وسله والو طالبانو په بشپړه توګه پاک شو.

د هغه په وینا، په دغو عملیاتو کې د سانچارک د ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوی مرستیال قاري شېرمحمد چې په دلاور مشهور و، په ګډون نهه وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۲ نور یې ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په سرپل کې پیل شوي پوځي عملیات د هغو عملیاتو یوه برخه ده چې په یو شمېر نورو شمالي ولایتونو کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش او وسله والو طالبانو پرضد پیل شوي دي.