روغتیا وزارت: سبا دوشنبه به د پولیو واکسین ځانګړی کمپیان پیل شي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، سبا دوشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۷» به د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې ماشومانو ته د پولیو یا د ګوزڼ ناروغۍ ضد د واکسین یو ځانګړی پنځه ورځنی کمپیان پیل شي.

د پولیو د ملي پروګرام د عامه پوهاوي مسؤل میرجان راسخ ازادي راډیو ته وویل، دغه کمپاین د "UNICEF" او "WHO"په مرسته په هغو ولایتونو کې پر مخ وړل کېږي چې د پولیو د ویروس د خپرېدو خطر په کې زیات دی.

دی وايي:

"دغه کمپاین په جنوب، جنوب ختیځ، ختیځ او کابل کې پلي کېږي او په ترڅ کې به یې هغو ماشومانو ته چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دی، د پولیو دوه څاڅکي واکسین ورکړل شي."

د روغتیایي چارواکو په وینا تر اوسه په افغانستان کې د پولیو ۱۲ مثبتې پېښې ثبت شوي.

د افغانستان ګاونډ پاکستان کې هم د دغې ناروغۍ څو پېښې تائید شوي دي.