د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلونو ملي لوبډله نیوزیلنډ ته روانه شوه

د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلونو ملي لوبډله په نړیوال جام لوبو کې د ګډون په هدف نن یکشنبه نیوزیلنډ ته روانه شوه.

د کرکټ بورد ویاند فرید هوتک نن ازادي راډیو ته وویل چې د کرکټ د ۱۹ کلونو لوبډله دغو سیالیو ته بشپړ چمتووالي لري.

د کرکټ د ۱۹ کلونو لوبدله د کرکټ د نړیوال جام په لوبو کې لومړۍ سیالۍ د راتلونکې جنورۍ په ۱۳ مه له پاکستان، دوهمه د جنوري په ۱۷ له سریلانکا او دغه راز درېيمه لوبه د جنوري په ۲۰ مه له ایرلنډ سره لري