پاکستاني چاواکي وایي، په کوټه کې پر یوې کلیسا د ځانوژونکې حملې په نتیجه کې لږترلږه ۹ تنه وژل شوي او له ۵۰ نور ټپیان دي.
د دغې حملې مسؤلیت د اسلامي دولت ډلې یا داعش په غاړه اخیستی.
د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو وزیر سرفراز بوګتي وویل، په دغه برید کې چې نن یکشنبه د بیتل میموریال متدویست پرکلیسا وشوه، لږترلږه دوو وسله والو پکې لاس درلود.
بوګتي وویل، یوه حمله کوونکي د کلیسا له دروازې سره چې په انګړ کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون شااوخوا ۴۰۰ کسان د کرسمس له جشن مخکې د یکشنبې د ورځې د مراسمو لپاره راټول شوي وو، ځان ته چاودنه ورکړه.
د هغه په وینا دوهم حمله کونکی مخکې له دې چې په ځان پورې چاودیدونکي مواد والوزوي، د امنیتي ځواکونو په ډزو ووژل شو.
د بلوچستان ایالت د پولیسو مشر معظم انصاري وویل، ټول قربانیان د کلیسا په انګړ کې راټول شوي عبادت کوونکي دي.
په وژل شویو کې دوه ښځې شاملې دي.
د پېښې ټپیان د کوټې لوی روغتون ته لېږدول شوي چې د یو شمېر ټپیانو وضعیت نازک ښودل شوی دی.
تراوسه د دغې حملې مسؤلیت چا په غاړه نه دی اخیستی.
مسیحیان د پاکستان د ۲۰۰ میلیون وګړو شاوخوا په سلو کې ۱.۶ جوړوي چې لکه د نورو مذهبي اقلیتونو په څیر دوی هم په دې هېواد کې له تبعیض او د اسلامي سخت دریځو له حملو سره مخامخ دي.