په خوست کې د ګوزڼ ضد واکسینو د کمپاین پرانېسته وشوه

د یکشنبې په ورځ په خوست کې د پولیو یا ګوزڼ د ناروغی پر ضد د ماشومانو د واکسینو د کمپاین پرانېسته وشوه.

د خوست د عامې روغتیا چارواکي وايي، په دې کمپاین کې به د وزیرستانیو کډوالو د ماشومانو په ګډون، د یاد ولایت څه د پاسه ۳ لکه او ۱۳ زره ماشومانو ته و اکسین ورکړل شي.

د خوست د عامې روغتیا رئيس ډاکټر حبیب شاه انصاري وايي چې د افغانستان د نورو سیمو په شان په یاد ولایت کې هم درې لکه ۱۳ زره ۶۵۰ ماشومانو ته چې عمرونه يې له پنځو کلونو ټيټ دي، د پولیو یا ګوزڼ پر ضد واکسین ورکول کېږي.

نوموړی زیاتوي، د واکسینو په دې کمپاین کې چې د دوشنبې، سې شنبې، چهارشنبې او پنجشنبېپه ورځو کې په ټول افغانستان کې ترسره کېږي، د وزیرستانیو کډوالو هغو ۷ زره ماشومانو ته به هم واکسین تطبیق شي چې کورنۍ يې د ګلان کمپ په ګډون د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې استوګنه لري.

د پرانېستې پرمهال د خوست والي حکم خان حبیبي له دیني عالمانو او قومي مخورو وغوښتل، هغو خلکو ته د واکسین په باب عامه پوهاوی ورکړي چې په دې برخه کې ورسره شکونه پاتې شوي وي.

پولیو ناروغي ماشومان د تل لپاره په فلج اخته کوي او حتی د هغوی د مرګ سبب ګرځي، که څه هم د پولیو درملنه ناشونې ده، خو روغتیاپالان وايي چې په هره دوره کې د پولیو دوه څاڅکي واکسین ماشومان له دې ناروغۍ ژغوري.