د پکتیا د مچلغو د بند د جوړېدو چارې یوه روسي شرکت ته سپارل کېږي

د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت وایي، تر راتلونکو ۱۰ ورځو پورې به د پکتیا د مچلغو د اوبو بند د جوړېدو چارې یوه روسي شرکت ته وسپارل شي.

د دغه وزارت د مطبوعاتو د برخې مسؤل اصف غفوري د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د دغه بند د جوړولو تړون چمتو شوی او ډېر ژر به یې د جوړېدو عملي کار د څه باندې ۲۲ میلیونه ډالرو په ارزښت، یوه روسي شرکت ته ورکړل شي.

ښاغلی غفوري وایي، د مچلغو د اوبو بند د جوړولو چارې تر راتلونکو درېو کلونو بشپړېږي چې ورسره به په پکتیا کې د کرنې برخه وده وکړي.

د مچلغو د اوبو بند د پکتیا په احمد اباد ولسوالۍ کې جوړېږي.

دغه بند به ۵۸ متره لوړوالی ولري چې څه د پاسه پنځه ميلیونه متره مکعبه اوبه په کې زېرمه کېږي.

د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت د معلوماتو له مخې، د دغه بند په جوړېدو سره به څه باندې دوه زره او درې سوه هکتاره ځمکه خړوبه او ترڅنګ به یې ۴۰۴ کیلو واټه برېښنا هم تولید شي.