د اروپايي هېوادونو یو شمېر ښي اړخي سیاسي مشران د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې را غونډ شوي وو او اروپا ته پر غیرقانوني او ډلهییزو مهاجرتونو يې سخت انتقاد کړی دی.
په فرانسه کې پېژندل شوې ښي اړخې سیاستوالې مارین لوپن، د اتریش د صدراعظم مرستیال او یو شمېر نور پېژندل شوي سیاستوال د "ولسونو او ازادیو اروپا" ډلې په ۱۶م کنفرانس کې برخه لري.
دا ډله په ۲۰۱۵ میلادي کال کې جوړه شوه چې په پراګ کې پرونۍ جلسه یې د ازادۍ او ډیموکراسۍ ګوند تنظیم کړې وه.
د دې حزب شعار په اروپا کې د اسلام او مهاجرت مخالفت دی او د چک جمهوریت په ټاکنو کې یې هم تقریباً ۱۱ فیصده رأی ګټلې وې.
په پراګ کې پرون تقریباً ۱۵۰ کسانو د غونډې د ودانۍ مخکې اعتراضي مظاهره کړې وه او د چک پولیسو شدید امنیتي تدابیر ورته نیولي وو.