فتح ګوند: فلسطینیان دې اسرائیل ته د پنس د سفر په لړ کې مظاهرې وکړي

د فلسطیني ادارې د رئیس تر مشرۍ لاندې فتح ګوند له فلسطینیانو وغوښتل چې اسرائیل ته د امریکا د مرستیال ولسمشر مایک پنس د سفر په لړ کې پراخې مظاهرې وکړي.

ټاکل شوې ده چې ښاغلی پنس د دیسمبر په شلمه یعنې را روانه چهارشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۹» بیت‎المقدس ته سفر وکړي.

فتح ګوند پرون شنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۵» په یوه اعلامیه کې غوښتنه وکړه چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د اسرائیل د پلازمېنې په توګه د بیت‎المقدس له رسمیت پېژندلو وروسته دې د مرستیال ولسمشر پنس د سفر په لړ کې پراخ اعتراضونه وشي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم پرون شنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۵» د ډونالډ ټرمپ د پرېکړې د ردولو په خاطر د یوه پرېکړه‎لیک پر مسودې خبرې پیل کړي.