د جرمني د کورنیو چارو وزیر وايي، هېواد یې اټکل کوي چې سږ کال به تر۲۰ زره لږ پناه غوښتونکي ومني.
دا په داسې حال کې ده چې په تېر ۲۰۱۶ کال کې جرمني ته ۲ لکه ۸۰ زره پناه غوښتونکي ورغلي وو.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر توما دو مزیر بېلډ اېم سونټاګ جرمنۍ ورځپاڼې ته په مرکه کې چې نن خپره شوه؛ ویلي، د سږ کال د نوومبر تر پایه جرمني ته شاوخوا ۱۷ زره ۳۰۰ تنو پناه ور وړې وه.
په ۲۰۱۵ میلادي کال شاوخوا ۸ لکه ۹۰ زره پناه غوښتونکي چې اکثره د سوریې او افغانستان اتباع وو، جرمني ته ورغلل.
جرمني ته د دومره زیات شمېر پناه غوښتونکو ورتګ د دغه هېواد صدراعظمه انګېلا مېرکل له سختو انتقادونو سره مخامخ کړه.
کتونکي وايي چې اروپا ته د پناه غوښتونکو د شمېر د کمېدو علت دا دی چې د ختیځ له لوري د بالکان لارې بندې شوي او همدا راز له ترکیې سره د اروپايي اتحادیې موافقې مرسته کړې ده.