پنټاګون د جګړې په میدانونو کې د افغان ځواکونو د بریو ستاینه وکړه

د امریکا دفاع وزارت د جګړې په میدانونو کې د افغان ځواکونو د بریو ستاینه وکړه او پر طالبانو یې غږ وکړ چې د افغانستان له حکومت سره د خبرو اترو له لارې سوله وکړي او سیاسي مشروعیت ترلاسه کړي.

افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د پنټاګون په هغه راپور کې ستایل شوي چې کانګرس ته یې وړاندې کړی دی.

د اګسټ په ۲۱مه د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ستراتیژۍ له اعلانه وروسته دا د افغانستان په اړه د پنټاګون لومړنی راپور دی.