داوي: د "١٠١ اپ" له لارې افغان ماشومان له افغانستان سره بلدوو

يوه اوونۍ کېږي چې د انرايډ سيسټمونو لپاره د افغانستان ١٠١ (Afghanistan101) په نوم اپلکېشن خپور شوى دى.

د دې اپ جوړوونکى وايي، په پام کې لري، ډېر ژر د اپل توليداتو ته هم د دې اپ جلا بڼه جوړه کړي.

د اپلکېشن کاروونکي کولاى شي، د افغانستان د تاريخ، جغرافيې، کلتور او نورو مسايلو په اړه معلومات ترلاسه کړي، هلته د خپلو معلوماتو د اندازې معلومولو لپاره پوښتنو ته ځوابونه هم ويلاى شي.

د ازادۍ راديو همکار صالح محمد صالح د دې اپلکېشن له جوړوونکي اکمل داوي سره مرکه کړې ده.

د مرکې په پيل کې يې ورڅخه پوښتنه کړې چې دا اپلکېشن څه ځانګړتياوې لري؟

Your browser doesn’t support HTML5

داوى: د افغانستان ١٠١ اپ له لارې ماشومان له افغانستان سره بلدوو