ولسي جرګه: د تورو ښيښو او د ناقانونه وسلو کمپاین ستونزې جوړې کړي

ولسي جرګه وايي، په کابل ښار کې د غېرقانوني وسلو او بې اسنادو او تورو ښېښو لرونکو موټرو د ګرځېدو پر ضد پېل شوی کمپاین د ملي شورا وکیلانو ته ستونزې پيدا کړې دي.

د دغې جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي د ولسي جرګې د شنبې د ورځې په عمومي ناسته کې وویل چې د يادې ستونزې د هواري او په دې برخه کې د وضاحت لپاره د اړوندو ارګانونو مسؤلین د يکشبنې په ورځ ولسي جرګې ته غوښتل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د غیر قانوني وسلو او بې ‌اسنادو او تورو ښیښو لرونکو موټرو پر ضد کمپاین د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ په ۲۲مه» په کابل کې پیل شو چې د کابل ګارنیزون د مسؤلینو په خبره، ښې لاسته راوړنې يې هم لرلې دي.