د غزني چارواکي: په ۲۴ ساعتونو کې ۴ افغان سرتېري او ۶ طالبان وژل شوي

په غزني کې په تېرو۲۴ساعتونو کې ۴ افغان سرتېري او ۶ وسله وال طالبان وژل شوي.

د غزني ولایت سیمه ییز امنیتي چارواکي د دغه ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د نښتو پرمهال ۴ افغان سرتېري او۶ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د دغه ولایت د والي ویاند محمد عارف نوري نن شنبه ازادي راډيو ته وویل چې افغان سرتېرو او وسله والو طالبانو ته دغه مرګ ژوبله د دغه ولایت په اندړو، جغتو او مرکز غزني کې اوښتې ده.

نوموړی وايي چې د یادو بریدونو پرمهال ملکې خلکو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.