مطفي: د ټاپي د نل لیکې د پروژې کار په ۲۰۱۸م کې هېواد ته را رسيږي

د افغانستان د کانونو او پطرولیم وزارت وايي، د ۲۰۱۸ میلادي کال په دوهمه میاشت کې به د ټاپي پروژې نل لیکه هېواد ته را ورسېږي.

د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې افغان حکومت د دغې پروژې د عملي کېدو لپاره بشپړ چمتووالي لري.

ښاغلي مطفي وویل:

" په نېږدې راتلونکې کې به افغانستان ته د ټاپي د نل لیکې پروژه په عملي توګه راشي او په دې اړه به رسمي مراسم ونیول شي. "

دغه ستره پروژه چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته رسوي، ۱۸۱۴ کيلو متره اوږدوالی لري چې ۷۳۵ کېلو متره یې د افغانستان له خاورې تېرېږي.

د ټاپي نل لیکه د هرات، هلمند، کندهار، ارزګان، نیمروز او فراه له ځینو سیمو څخه تېرېږي.

افغانستان به هر کال د دغې پروژې د ټرانزیت له درکه، شااوخوا ۵۰۰ میلیونه ډالر عاید لاسته راوړي.