د ننګرهار په بهسود او کامې ولسوالیو کې ښځو ته د اقتصادي پیاوړتیا په هدف د جرګو ۵۰۰ فارمونه جوړ شول.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رئیس رفیع الله رحیمزي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دغه فارمونه د ۱۸ میلېونه افغانیو په ارزښت د کرنې او مالدارۍ ریاست په مالي ملاتړ ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
ښاغلی رحیمزی وایي چې ښځو ته د ۳۰ چرګو ترڅنګ ۳۰ قلمه د چرګانو د خوراکي موادو اړین توکي هم ورکړل شول.