ټرمپ: د شمالي کوریا د اټمي پروګرام بندولو کې روسیه همکاري نه کوي

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، د شمالي کوریا د اټمي پروګرام د بندولو په مسئله کې روسیه همکاري نه کوي.

ولسمشر ټرمپ پرون جمعه له سپینې ماڼۍ دباندې خبریالانو ته وویل، چین د شمالي کوریا په مسئله کې همکاري کوي، خو روسیه يې نه کوي.

د متحده ایالاتو ولسمشر ټینګار وکړ چې په دې برخه کې د روسيې همکاري مهمه ده او موږ غواړو چې مسکو مرسته وکړي.

ټرمپ دا څرګندونې څو ساعته وروسته تر هغې وکړې چې نوموړي له خپل روسي سیال ولاديمیر پوتین سره په ټیليفوني تماس کې د شمالي کوریا پر مسئله خبرې وکړې.

کرملين وویل، د دواړو مشرانو ترمنځ دا ټیلیفوني خبرې د امریکا د ولسمشر په غوښتنه شوې دي.

د ټرمپ له خبرو لږ وروسته پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته وویل چې شمالي کوریا د امریکا ملي امنیت ته تر ټولو لوی ګواښ دی .