ریچرډ رات کلیف وایي، د مېرمن زاغري خوشې کېدو ته هیله‌من شوی

په ایران کې د زنداني خیریه کارکوونکې نازنین زاغري خاوند وايي، د ده د مېرمنې د خوشې کېدو لپاره روانې هڅې مثبت لور ته روانې دي.

ریچرډ رات کلیف د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دا هیله مندي ایران ته د برتانيې د بهرنیو چارو د وزیر بوریس جانسن تر سفر وروسته پیدا شوې ده.

د ایران حکومت نازنین زاغري د ۲۰۱۶ میلادي کال په اپریل میاشت کې د حکومت ضد دسیسې په تور زنداني کړه .

مېرمن زاغري دا تور بې اساسه بللی دی .

نوموړي وویل، له کله چې د برتانيې د بهرنیو چارو وزیر تهران ته سفر کړی، مېرمن ته يې اجازه ورکړل شوې چې ده ته زنګ وهي او له خپلوانو سره زیاته لیدنه وکړي.

ریچرډ رات کلیف وویل، د ایران حکومت پر نازنین زاغري د حکومت ضد د پروپاګند کولو تور هم لېرې کړای شوی دی.