د پاکستان ستره محکمه د عمران خان د صلاحیت سلبولو په اړه پرېکړه کوي

د پاکستان ستره محکمه به د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان د صلاحیت سلبولو په اړه پرېکړه اعلان کړي.

محکمه به دعمران خان د پټو پانګو سپیناوی هم وکړي.

عمران خان تورن دی چې پټې پانګې لري او ګوند یې له بهرنیو هېوادونو تمويلېږي.

ټاکل شوې چې د محکمې درې کسیزقضايي پلاوی به نن جمعه د خان په اړه وروستۍ پرېکړه اعلان کړي.

په پاکستان کې واکمن ګوند مسلم لیګ نواز د تېر کال په نومبر میاشت کې پر عمران خان د تورونو مقدمه جوړه کړه.

که محکمه هغه مجرم وپېژني په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د پاکستان د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د کاندیدۍ له حقه او د پاکستان د ملي اسامبلۍ له غړیتوبه به محروم شي.

دا هم ممکنه ده چې د تحریک انصاف ګوند له رهبرۍ لېرې شي.