د روسیې د ولسمشرۍ د انتخاباتو نېټه وټاکل شوه

په روسیه کې د جمهوري ریاست ټاکنیز کمپاین به د دوشنبې په ورځ رسماً پیل شي.

په روسیه کې د ۲۰۱۸ میلادي کال د مارچ ۱۸مه د جمهوري ریاست دانتخاباتو لپاره ټاکل شوې ده.

د روسیې د فدراسیون شورا چې د پارلمان مشرانو جرګه هم ده، نن جمعه د انتخاباتو ورځ اعلان کړه او پرېکړه وشوه چې د ډېسمبر په ۱۸مه کمپاینونه پېل شي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ډېسمبر په شپږمه اعلان وکړ چې د جمهوري ریاست بلې شپږکلنې دورې ته ځان کاندیدوي.