په مرکزي افغانستان کې د زیاتې واروې د ورېدو له امله سالنګونه بند دي

په مرکزي افغانستان کې د زیاتې واروې د ورېدو له امله سالنګونه بند دي.

په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وايي، په ځينو برخو کې د واورې ضحامت یو متر ته رسېدلی دی.

د سالنګونو د څارنې او ساتنې ادارې رئیس جنرال عبدالرجب نن جمعه ازادي راډیو ته وویل:

"په شمالي سالنګ کې واوره اوري او شدید توپان دی، تقریباً یو متر واوره شوې او لا هم اوري."

جنرال رجب وویل، په سالنګونو کې ۵۰ متره سرک یخ وهلی او له امله یې د موټرو تېرېدل سخت دي.