ډونالد ټرمپ او ولاديمیر پوتین د شمالي کوریا په اړه ټيليفوني خبرې کړي

د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین او د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په ټیليفوني خبرو کې د شمالي کوریا له اټمي پروګرامونو څخه پر راپورته شوي بحران خپلو کې خبرې کړې دي.

په دې ټیليفوني خبرو کې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له ولسمشر پوتین څخه د نوموړي د هغو څرګندونو په اړه مننه کړې چې د ولسمشر ټرمپ په یو کلن حکومت کې یې د امریکا د اقتصادي ودې په اړه کړې دي.

د کرملین په یوې خبرپاڼې کې چې پرون پنجشنبه ماښام خپره شوې، راغلي چې دواړو مشرانو پر څو کړکېچنو سیمو او د کوریا په ټاپووزمه کې د اټمي پروګرام په اړه خپلو کې نظرونه تبادله کړي.

سپینې ماڼۍ بیا ویلي چې د روسیې او امریکا چارواکو د شمالي کوریا د خطرناک بحران د هواري لپاره د شریک کار په اړه خبرې کړي دي.