د سوریې د سولې د خبرو اتم دور چې پرون پنجشنبه په جینوا کې جوړ شوی و، پرته له کوم پرمختګه پای ته ورسېد.
د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفن ډیمستورا په دې خبرو اترو کې د نه پرمختګ ډېره ملامتي په سوریه کې د بشارالاسد پر رژیم واچوله، ځکه غوښتنه یې کوله چې د اپوزسيون ډلې دې د سیاسي انتقال په دوره کې د بشارالاسد رول ومني.
خو نوموړي وویل، هېڅ یوه لوري په واقعي توګه دا خبرې سبورتاژ نه کړې.
د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو استازي زیاته کړه، په خبرو کې نه پرمختګ د سولې لپاره د یو ښه پرمختګ د ضایع کېدو سبب شو.
دی وایي، راتلونکې اوونۍ به په دې اړه د امنیت شورا ته معلومات ورکړي.