مرستندویان: پاکستان کې به زرګونه قربانیان له حیاتي مرستو بې برخې شي

هغه مرستندویې ټولنې چې له پاکستان څخه د وتلو امر ورته شوی، وايي چې د اسلام اباد د دې اقدام په نتیجه کې به دغلته د تاوتریخوالي او طبیعي افتونو زرګونه قربانیان له حیاتي مرستو بې برخې شي.

د پاکستان حکومت تر ۲۰ زیاتو نړیوالو مرستندویو موسسو ته ویلي چې په دوو میاشتو کې دې په دې هېواد کې خپل دفترونه وتړي او له پاکستانه دې ووځي.

په دې موسسو کې چې د تړل کېدو امر ورته شوی، د بشرپال میلیاردر جورج سورس له خوا تمویلېدونکې پرانېستې ټولڼه په توم بنسټ او اکشن ایډ موسسه هم شاملې دي.

د سوروس بنسټ د ۲۰۰۵ میلادي کال راهېسې په پاکستان کې ۳۰ میلونه ډالر له زلزله ځپلو سره او شپږ میلونه نور د غذايي مرستو په برابرولو په پاکستان کې لګولي دي.

په پاکستان کې د بشري مرستو فورم چې د یو شمېر بهرنیو مرستندیو ټولنو نماینده‎ګي کوي، وايي چې په پاکستان کې شااوخوا ۲۹ میليونه وګړي له دې بشري مرستو څخه برخمن کېږي.