د راپورونو له مخې د امریکا او روسیې جنګي جټ الوتکو د سوریې د ختیځ په فضا کې د یوه بل په وړاندې له تشدده ډکه مقابله کړې.
پنټاګون پرون پنجشنبه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د هوايي مقابلې پرمهال امریکايي الوتکو له ساحې د روسي الوتکو د لېرې کولو په مقصد فشنګونه وتوغول او د وښو په شان خاص مواد یې خوشې کړل.
د پنټاګون خبرپاڼه زیاتوي چې روسي او امریکايي الوتکې فرات سیند ته نېږدې سره مخامخ شوې.
دا پېښه چې پنټاګون وايي، د چارشنبې په ورځ وشوه، د روسيې او امریکا د پوځي جټ الوتکو د مخامخ کېدو وروستۍ پېښه ده.
د دواړو هېوادونو هوايي پوځونه د سوریې په فضا کې یو بل ته نېږدې فعالیت کوي.
پنټاګون وايي چې سو ۲۵ ډوله روسۍ الوتکې د فرات سیند پرسر د غیررسمي کرښې له پاسه الوتلې او د امریکا F-22A رپټور جټ الوتکو د احتمالي توغندي د مدافعې لپاره روسي الوتکو ته نېږدې فشنګونه وتوغول او ځانګړي مواد یې خوشې کړل.
پنټاګون وايي چې امریکايي پیلوټانو د مخابرې په وسیله هم روسي پیلوټانو ته خبرداری ورکړ چې له ساحې لېرې شي، خو د روسیې دفاع وزارت وايي، الوتکې یې له متحدایالاتو سره د تېرې میاشتې د یوه تړون له مخې د فرات د سیند د پاسه فضا کې پاتې شوې، خو امریکايي الوتکې له ساحې لېرې شوې.