د هند ۳ زره ټنه مرسته شوي غنم په هلمند کې پر اړو خلکو ویشل کېږي

د هلمند چارواکي وايي، هغه درې زره ټنه غنم چې هند د مرستې لپاره افغانستان ته استولي، د دې ولایت په ولسوالیو کې اړو خلکو ته ویشل کېږي.

د هلمند ولایت د مطبوعاتي دفتر مشر زاهد اتل ازادي راډیو ته وویل چې دا غنم به له یوه طرزالعمل سره سم ووېشل شي.

ښاغلي اتل وویل:

"د اوس لپاره دا غنم په ګدامونو کې ساتل کېږي او وروسته به له طرزالعمل سره سم د هلمند ولایت په ولسوالیو کې پر اړو خلکو وویشل شي."

د هلمند ولایت د مطبوعاتي دفتر مشر زیاته کړه چې دا د هند له خوا له افغانستان سره د غنمو د مرستو لومړۍ جوپه ده.

د ښاغلي اتل په وینا، تمه ده چې د هند د مرستو لسګونه زره ټنه نور غنم به هم هلمند ولایت ته واستول شي.