د ننګرهار چارواکي وايي چې د خوګياڼو ولسوالۍ په وزیرو سیمه کې د داعش پرضد د تېرو څلورو ورځو عملیاتو په ترڅ کې، د دې ډلې ۲۶ وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار ولایت مطبوعاتي څانګه په یوه بیان کې همداراز وايي، په دې عملیاتو کې چې د ملي اردو، ملي پولیسو او د ملي امنيت د ځواکونو له خوا پیل شوي، د دې ډلې ۲۹ غړي هم ټپیان شوي او زیاتې وسلې او مهمات ورڅخه ترلاسه شوي دي.
بیان زیاتوي چې د وزیرو سیمه به ډېر ژر د داعش له وسله والو څخه تصفیه شي.