قزاقستان کې یوه فضايي بېړۍ له نړیوال فضایي سټېشنه راښکته شوه

هغه فضایي بېړۍ یا سفینه چې درې تنه عمله په‎کې دي، نن له نړیوال فضایي سټېشن څخه په قزاقستان کې راښکته شوه.

دغه درې تنه ستور مزلي چې یو روسی سرګي ریازانسکي، د امریکا د فضایي سازمان ناسا غړی راندي برېسنېک او د اروپایي فضایي ادارې څخه ایټالوۍ پاولو نیسپولي دي، ۱۳۹ ورځې په فضا کې تېرې کړي.

د روسیې سیوز فضایي بېړۍ چې ۳ ستور مزلي په‎کې سپاره وو، د جولای په وروستیو کې د قزاقستان د بایکونور فضایي اډې څخه سفر پیل کړی وو.

ټاکل شوې د ډسمبر پر ۱۷مه د امریکا، روسیې او جاپان څخه ستور مزلي له بایکونور فضایي اډې څخه د نړیوال فضایي سټېشن پر لوري حرکت وکړي.