د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د تاجکستان له چارواکو غوښتي چې د دغه هېواد پیاوړی خبریال خیرالله میر سعیدوف ژر تر ژره خوشې کړي او پرې لګول شوي ټول تورونه لیرې کړي.
د دغې کمېټې مرستیال رابرټ موهاني تېره ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي:
"په هغو ځایونو کې چې ازادې رسنۍ او انتقادي غږونه تقریباً نهشته، د میر سعیدوف په څېر پیاوړو خبریالانو چارې باید مهمې وګڼل شي، نه دا چې په جعلي تورونو زنداني شي."
میر سعیدوف تېره اوونۍ د اختلاس، جعل، د پولیسو په اړه ناسم راپور ورکول او د قومي او مذهبي اختلافاتو د خورولو په تور نیول شوی دی.
د دغه تاجک خبریال پلار ازادي راډیو ته ویلي چې زوی یې دغه تورونه رد کړي دي.
که دا تورونه ثابت شي کېدای شي میر سعیدوف په ۲۱ کاله زندان محکوم شي.