د سالنګ لویه لار د واورو د ورښت له امله وتړل شوه

د کابل شمال ته د سالنګ لویې لارې په اوږدو کې د واورې د سختو ورښتونو له کبله د بار وړونکو موټرو پر تګ راتګ بندیز ولګول شو.

د دغې لویې لارې د حفظ او مراقبت مشر جنرال رجب نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه واورې له توفانونو سره مل دي او بار وړونکو موټرو ته تګ راتګ خطرناک دی.

د ښاغلي رجب په خبره دا بندیز به تر ۲۴ ساعتونو پورې دوام وکړي.