د افغانستان جمهوري ریاست وایي، ترکیه هڅه کوي د کابل او اسلاماباد ترمنځ اړیکې ښې شي.
د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاهحسین مرتضوي نن ازادي راډیو ته وویل، د دواړو هېوادونو جمهور رئیسانو ټینګار کړی چې یوازې د دولتونو ترمنځ اړیکې د سولې او ثبات په ټینګېدو کې اغېزناکې تمامېدای شي.
دی وايي:
"د دواړو لورو ټینګار پر دې وو چې د دولتونو ترمنځ مذاکرات کولای شي د سولې او ثبات لپاره ګټور واوسي. موږ له ټولو هېوادونو چې په یو ډول په سیمه کې نفوذ لري تمه لرو چې د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې ملاتړ وکړي او د دولتونو ترمنځ د خبرو فرهنګ پیاوړی کړي، څو موږ وکولای شو په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره ښه بنسټ ولرو."
بلخوا د افغانستان د ولسي جرګې د اداري پلاوي یو شمېر غړو د ترکیې له دې اقدامه هرکلی کړی دی.
دا څرګندونې وروسته له هغه شوي چې افغان ولسمشر د چهارشنبې په ورځ په استانبول کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان په سرمشریزه کې د ګډون وروسته د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره جلا ولیدل او پر سیمهییزو مسایلو یې خبرې وکړې.