د بامیانو د ورس په ولسوالۍ کې د ښځو د سوداګرۍ د پیاوړتیا په هدف نن یو نندارتون جوړ شوی دی.
د بامیانو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مدیر علي حسنزاده ازادي راډیو ته وویل، په دغه نندارتون کې د ۵۰۰ څخه د ډېرو بامیاني ښځو لبنیاتي محصولات او لاسي صنایع په ۵۰ غرفو کې نندارې ته وړاندې شوي دي.
حسنزاده وايي، دا نندارتون د سوداګرۍ په برخه کې د ښځو د پیاوړتیا د پروژې یوه برخه ده چې د اغا خان مؤسسې لهخوا جوړ شوی او تر درېیو ورځو به دوام وکړي.
دی وايي، هڅه کېږي چې د داسې نندارتونونو له لارې لاسي صنایعو او لبنیاتي محصولاتو ته بازار پیدا شي.