د ولسي جرګې لهخوا د ۱۳۹۷ مالي کال د بودجې تر ردېدو وروسته د افغانستان د ماليې وزارت وايي، د بودجې په تصویب کې ځنډ حکومتي چارې او پراختیايي پروژې له ستونزو سره مخ کوي.
د دغه وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۳» ازادي راډيو ته وویل، د ۱۳۹۷ مالي کال بودجه متوازنه ده چې امکاناتو، نړیوالو معیارونو او ملي پروګرامونو ته په کتو تصویب شوې ده.
د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزی
دی وايي:
"که ملي بودجه هر څومره ژر تصویب شي، په همدې اندازه د پروژو او پروګرامونو په تطبیق مثبت اغېز لري، خو که دوی هر څومره د بودجې په تصویب کې ځنډ وکړي له ستونزو سره مخ کېږو، نو ځکه زموږ غوښتنه دا ده چې دوی له حکومت سره همکار پاتې شي او بودجه ژر تصویب کړي."
په ورته وخت کې دی د بودجې ردول د وکیلانو حق بولي وايي، په بودجه کې د دوی د نظرونو او وړاندیزونو د شاملولو لپاره منظم کار کېږي چې د قانون سره سمیې نظرونه په پام کې ونیول شي.
دا په داسې حال کې ده چې ولسي جرګې د چهارشنبې د ورځې «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۲» په عمومي غونډه کې د ۱۳۹۷ مالي کال بودجه رد کړه.
د ۱۳۹۷ کال په مالي بودجه کې د ۶۷ میلیارده افغانیو کمښت، په دولتي ادارو کې ۲۲ زره نوي بستونه زیاتول، د تېر کال نیمګړو پروژو ته د مالي امکاناتو نهشتون او د ولایتونو په کچه د بودجې په وېش کې ناانډولتوب ولسي جرګې د بودجې د ردولو عمده لاملونه یاد کړل.
د ولسي جرګې منشي عبدالقادر ځاځي وطندوست ازادي راډیو ته وویل، دوی هڅه کوي چې د بودجې په ترتیب کې انډول او د خلکو غوښتنې په پام کې ونیول شي.
د ولسي جرګې منشي عبدالقادر ځاځی وطندوست
دی وايي، د بودجې تر تصویب پورې حکومت کولای شي د تېر مالي کال د بودجې له مخې خپل کارونه مخ ته یوسي.
ښاغلی ځاځی زیاتوي:
"دا په بشپړه توګه له حقیقت څخه لیرې ده، ځکه د بودجې اصولنامه او ټول قوانین صراحت لري. تر کومه چې نوې بودجه تصویب نهشي، د تېر کال بودجه د منلو وړ ده او کولای شي چې له تېرې بودجې نه استفاده وکړي."
ښاغلی ځاځی وايي، د تېر کال بودجې هم ستونزې درلودې چې یو یا دوه ځلې د ولسي جرګې لهخوا رد شوې وه.
په ورته وخت کې د اقتصادي چارو کارپوه سید قیاس سعیدي وايي، د بودجې د تصویب ځنډ ممکن یو لړ ستونزې رامنځته کړي، خو نوموړی حکومت او ولسي جرګه دواړه د ۱۳۹۷ کال د بودجې د تصویب په ځنډولو کې ملامته بولي.
ولسي جرګه
دی وايي:
"که بودجه په خپل وخت ولسي جرګې ته واستول شي، فکر نهکوم چې دا شان ستونزه دې رامنځته شي او بله دا چې وکیل صاحبان د بودجې په برخه کې خپل ځانګړي فرمایشونه لري چې ملي نهدي."
ښاغلی سعیدي وايي، د بودجې په برخه کې د ستونزو د هواري او ژر تصویب په هدف غوره دا ده چې د ماليې وزارت او د ولسي جرګې د بودجې کمېسیون له ځنډ پرته په دې اړه خبرې وکړي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ