ارزګان کې عملیاتو ۱۵ وسله‌وال طالبان وژلي او ۱۰ یې ژوندي نیولي

د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ او ولسوالیو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډو هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې ۱۵ طالب وسله‌وال وژل شوي، ۱۰ نور یې ژوندي نیول شوي او ۶ کسان ټپیان شوي دي.

د ۲۰۵ اتل قول اردو څخه په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د مرکز ترینکوټ په جنوب ختیځ کې د وسله‌والو طالبانو دوه مرکزونه له‌منځه وړل شوي چې پر مهال‌یې ۹ وسله‌وال طالبان وژل شوي، پنځه د خاص ارزګان ولسوالۍ په "خارخند" سیمه کې وژل شوي او ۶ نور ژوبل دي چې یو طالب وسله‌وال بیا په دهراود ولسوالۍ کې وژل شوی دی.

بل‌خوا د ارزګان-کندهار د لويې لارې پر سر "سرخوبېط" سیمه کې د افغان کمانډو ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې ۱۰ وسله‌وال طالبان ژوندي نیول شوي او یاده سیمه کې ۶ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شوي دي.

خپرپاڼه کې راغلي چې دغو عملیاتو کې افغان او بهرنیو ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه‌ده اوښتې، خو د طالب وسله‌والو ډېر شمېر وسایط، وسلې او مهمات له‌منځه وړل شوي دي.

وسله‌والو طالبانو په دې اړه خپل نظر نه‌دی څرګند کړی.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د دغه ولایت امنیتي مسؤلینو ویلي وو چې دغلته به د وسله‌والو طالبانو په وړاندې عملیات پیل کړي.