د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو استازي اسټفان دي میستورا له روسیې څخه وغوښتل چې د سوریې حکومت متقاعد کړي چې په دې هېواد کې د نږدې ۷ کلنې کورنۍ جګړې د پای ته رسېدو لپاره د سولې موافقې ته اړتیا ده.
هغه دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د سویس له «ار ټي اېس» ټلوېزیون سره په مرکه کې وکړې او زیاتهیې کړه چې که په چټکۍ سره د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د سولې موافقه ترلاسه نهشي، ښایي سوریه ووېشل شي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چې په پوځي برخه کې یې د اسد د رژیم کلک ملاتړ کړی، درې ورځې وړاندې په سوریه کې د روسي ځواکونو د حمیمیم له هوایي اډې څخه د کتنې په ترڅ کې اعلان وکړ چې په دې هېواد کې د اسلامي دولت نومې سخت دریځې ډلې په وړاندې د روسي ځواکونو مأموریت تر ډېره بشپړ شوی دی.
د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو استازي وویل، د پوتین دغه څرګندونې د سوریې حکومت ته د ډاډګېرنې دا پیغام ورکوي چې بیړه په کار نهده، خو د ده په وینا مسئله دا ده چې ښایي تاسو له پوځي لارې سیمې ونیسئ او بریا ترلاسه کړئ، خو درته په کار ده چې د سولې په برخه کې بریا خپله کړئ.
اسټفان دي میستورا زیاته کړه، د سولې د ګټلو لپاره هم دې ته اړتیا ده چې حکومت په دې متقاعد کړئ چې دا ومني چې د ملګرو ملتونو له لارې یوه نوي اساسي قانون او نویو انتخاباتو ته اړتیا ده.
د سوریې په کورنۍ جګړه کې سلګونه زره کسان وژل شوي او له ۱۱ میلیونو زیات وګړي هم له خپلو کورونو کډه کولو ته اړ کړای شوي دي.