د کابل ګارنېزیون د عمومي قوماندانۍ سرپرست وایي، پهدغه ښار کې د غیر قانوني وسلو او هم د بېاسنادو او تورو ښیښو لرونکو موټرو د ګرځېدو پر ضد کمپاین ښې لاسته راوړنې لري.
جنرال افضل امان تېره شپه پهدې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"موږ د ډېرو موټرو تورې ښیښې پاکې کړې، لسګونه میله غیر قانوني وسلې مو له خلکو ټولې کړې او ډېری هغه وسایط چې په غیر قانوني ډول ګرځېدل، هغوی مو د کورنیو چارو وزارت ته تسلیم کړل."
د غیر قانوني وسلې او بېاسنادو او تورو ښیښو لرونکو موټرو پر ضد کمپاین د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۲» په کابل کې پیل شو.
خو د دې کمپاین په اړه د ښاغلي امان له خوشبینۍ سره سره امنیتي مؤظفین د څو بېاسنادو او تورو ښیښه لرونکو موټرو د چلوونکو له مقاومت سره مخامخ شول او ونهتوانېدل د ځینو موټرو تورې ښیښې پاکې کړي.