دفاع وزارت: جوزجان کې د داعش پر وړاندې پراخ عملیات پیلوو

د افغانستان دفاع وزارت په نږدې راتلونکي کې په جوزجان ولایت کې د داعش وسله‎والو پر وړاندې د پراخو عملیاتو خبر ورکوي.

د دغه وزارت ویاند ازادي راډیو ته وویل چې په نورو شمالي ولایتونو لکه فاریاب، سرپل، کندز او نورو سیمو کې یې له وړاندې عملیات پیل کړي دي.

جنرال دولت وزیري وایي:

"داعش یوازې د جوزجان په درزاب او قوش تپې کې تحرکات لري، خو هلته هم مرکزونه نه‎لري. دا دومره ستر خطر نه‎دی او په نږدې وخت کې به‌یې په وړاندې د له‎منځه وړلو عملیات پیل کړو."

ښاغلي وزیري د دغو عملیاتو د وخت او څرنګوالي په اړه جزئیات ورنه‎کړل.

په‎دې وروستیو کې په زابل او ارزګان کې هم د دغې ډلې د فعالیتونو په اړه راپورونه ورکول کېږي.

افغان حکومت د امریکا په ملاتړ په افغانستان کې د دغې ډلې په وړاندې پراخ عملیات ترسره کړي دي چې په ترڅ کې یې د روان کال په اپرېل میاشت کې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش وسله‎والو یو لوی مرکز د امریکا د تر ټولو لوی بمي برید هدف وګرځېد او د راپورونو پر اساس لسګونه داعش وسله‎وال په‎کې ووژل شول.

دفاع وزارت په ټول افغانستان کې له وسله‎والو ډلو په تېره بیا داعش وسله‎والو سره د بهرنیو اتباعو شتون تائیدوي، خو وایي د هغوی د هویت په اړه پلټنې دوام لري.

تر دې وړاندې د جوزجان ولایت چارواکو په‎دغو ډلو کې د اروپایي اتباعو د ګډون ادعا کړې وه.