ماليې وزارت د ولسي جرګې له وکيلانو د بودجې د تصويب غوښتنه کړې

د ماليې وزارت د ولسي جرګې له وکيلانو د راتلونکي مالي کال د بودجې د تصويب غوښتنه وکړه.

تر دې څو ساعته مخکې د افغانستان ولسي جرګې د راتلونکي مالي کال د بودجې طرحه رد کړه.

د ماليې وزارت وياند اجمل حمید عبدالرحیمزي رسنيو ته په لېږلي ويډيويي پيغام کې له وکيلانو د دې بودجې د ژر تصويب غوښتنه وکړه.

ښاغلي عبدالرحیمزي وویل:

"د پارلمان له وکيلانو احترامانه غوښتنه کوو چې له اساسي قانون سره سم د ١٣٩٧ کال بودجه پر ټاکلي وخت تصويب کړي، څو د انکشافي پروژو د ځنډ مخه ونيول شي او ټولې چارې له پلان سره سمې مخکې لاړې شي."

د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي نن په عمومي غونډه کې وویل چې د بودجې طرحه د ولايتونو تر منځ د توازن د نشتوالي، ځينو ادارو ته د زیاتو مالي لګښتونو په پام کې نيولو او ځينو نورو ستونزو له امله رد شوه.

د ۱۳۹۷ مالي کال ملي بودجه په ټوله کې ۳۶۱،۹ میلیارده افغانۍ ده.