غني: بيت المقدس د مسلمانانو لومړۍ قېبله او د اسلام کلیدي سمبول دی

د افغانستان ولسمشر وايي، قدس يا بيت المقدس د مسلمانانو د لومړۍ قېبلې په توګه او حرم شريف زموږ د مسلمانانو د هويت په هسته کې ځاى لري.

محمد اشرف غني په استانبول کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان نننۍ فوق العاده سرمشريزې ته وويل چې دا دوه سپېڅلي ځايونه د اسلامي تمدن کليدي سمبولونه دي.

ولسمشر په خپلو خبرو کې ويلي:

"د اسلامي نړۍ د هېوادونو تر منځ د شخړو او مناقشو ختمولو ته اړتیا لرو چې له دې سره خپله واقعي رهبري ثابتولای او د همدغې پیاوړې اجماع له لارې خپله توانایي نندارې ته وړاندې کولای شو."

د جمهوري رياست وياند شاه حسين مرتضوي نن چهارشنبه ازادي راډيو ته وويل، ولسمشر به نن ناوخته د ترکيې له ولسمشر رجب طيب اردوغان سره پر ځينو مسايلو خبرې وکړي.

د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره اوونۍ بيت المقدس د اسرائيل د پلازمېنې په توګه اعلان کړ او ويې ويل، د امريکا سفارت به له تل ابيب څخه بيت المقدس ته ولېږدول شي.

دغه اعلان د نړۍ په زياتو هېوادونو کې عکس العملونه پارولي دي.