فرانسه: ایران هڅه کوي په منځني ختيځ کې خپل نفوذ پراخ کړي

د فرانسې د بهرنيو چارو وزير ايران تورن کړى چې هڅه کوي په منځني ختيځ کې خپل نفوذ پراخ کړي.

ژان ایو لودریان پرون وويل، ايران هڅه کوي له تهران څخه تر عراق، سوريې لبنان او مديترانې سمندرګي پورې يو پوځي او سياسي محور ايجاد کړي.

د فرانسې د بهرنيو چارو وزير دا خبره "فرانس-دوه" ټلويزيون ته په مرکه کې وکړه.

هغه زياته کړه، په سيمه کې د پوځي نفوذ د پراختيا پر ځاى، ايران او روسيه بايد په جګړه ځپلې سوريه کې د سولې د ټينګښت لپاره له ملګرو ملتونو سره يوځاى کار وکړي.

په وروستيو کې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د جګړې په ميدان کې د بريا د اعلان په توګه له سوريې څخه د ځينو روسي پوځيانو د وتلو اعلان کړى دى.

خو ايران تر اوسه پورې داسې کوم اعلان نه دى کړى، د دغه هېواد رهبران ټينګار کوي چې په سوريه او نورو ځايونو کې به د دوى نفوذ او حضور خوندي وي.

تردې مخکې د امريکا متحدو ايالتونو او اسرائيل هم په منځني ختيځ کې د ايران د نفوذ د پراختيا په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.