دفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دولت ۶۱ مخالف وسله وال وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو برخو کې د پوځي عملياتو په نتيجه کې، د دولت ٦١ مخالف وسله وال وژل شوي دي.

دغه وزارت نن چهارشنبه سهار په يوه اعلاميه کې ويلي چې دغه پوځي عمليات په تېرو ٢٤ ساعتونو کې شوي چې په کې د دولت ٢٩ نور مخالف وسله وال ټپيان شوي دي.

دفاع وزارت وايي، په وژل شويو وسله والو کې د داعش ډلې ١٣ غړي هم شامل دي.

په اعلاميه کې ويل شوي چې دغه پوځي عمليات په ننګرهار، لغمان، غزني، کندهار، فارياب، نيمروز او هلمند کې شوي دي.

د دولت کومې مخالفې ډلې په دې اړه تبصره نه ده کړې.