ولسي جرګې د راتلونکي مالي کال د بودجې طرحه رد کړه

د افغانستان ولسي جرګې د راتلونکي مالي کال د بودجې طرحه رد کړه.

د دغې جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي نن په عمومي جلسه کې وویل چې د بودجې طرحه د ولايتونو تر منځ د توازن د نشتوالي، ځینو ادارو ته د زیاتو مالي لګښتونو په پام کې نېولو او ځينو نورو ستونزو له امله رد شوه.

د ۱۳۹۷ مالي کال ملي بودجه په ټوله کې ۳۶۱،۹ میلیارده افغانۍ ده چې ۲۶۷ میلیارده افغانۍ یې عادي او ۹۳،۷ میلیارده افغانۍ یې پراختیایي بودجه جوړوي چې ۴۷.۵ سلنه‌‌ یې د حکومت او پاتې نوره‌ یې د مرستو له لارې تمویلېږي.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې په کابینه کې د بودجې د وړاندیز شوي پلان له تائید وروسته، لومړی دا بودجه مشرانو جرګې او بیا ولسي جرګې ته لېږل کېږي.

خو مشرانو جرګې تر دې وړاندې د بودجې دغه طرحه تائید کړې ده.