د تخار په ینګي قلعه ولسوالۍ کې کرنيزو محصولاتو او لاسي صنایعو ته د بازار موندنې په هدف یو مرکز جوړ شو.
د تخار والي ډاکټر فضل الله مجددي نن چهارشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۲» ازادي راډیو ته وویل چې دغه مرکز د کلیو او بیارغونې د رشد معیشت پروګرام د ۴ لکه ډالرو په ارزښت جوړ شوی چې د لاسي صنایعو او کرنيزو توکو ته غرفې، سړې خونې او د سوداګرو ښځو لپاره د ښوونې او ظرفیت لوړولو پروګرامونه هم لري.
ښاغلی مجددي وايي؛ هڅه کوي چې په دې ولایت کې کورنیو تولیداتو ته بازار پیدا کړي ځکه په وینا يې په دې سره به د سیمې د کوچنیو صنعتکارانو اقتصاد لا پسې پیاوړی شي.