د اروپايي ټولنې چارواکو پرون سې شنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۱» د افغانستان پر روان وضعیت بحث وکړ چې د افغان کډوالو مسئله د دې بحث مهمه موضوع وه.
د اروپايي ټولنې د بشري مرستو او د بحرانونو د مدیریت د برخې مشر کرسټوس ستایلیانیدس "Christos Stylianides"په سټراسبورګ ښار کې د اروپايي پارلمان په غونډه کې وویل چې افغان حکومت یې سره د کډوالۍ پر مسئله خبرې پیل کړي:
"موږ د افغان حکومت سره د مهاجرت په اړه هر اړخېزې خبرې اترې پیل کړي دي. راځئ په دې اړه وضاحت ولرو، د انسانانو د کډوالۍ تنظیم یوه داسې مسئله ده چې موږ او د افغانستان خلک په کې شریک یوو. موږ او افغانستان دواړه دا غواړو چې افغان ځوانان په خپل هېواد کې بهتره امکانات ومومي."
کرسټوس ستایلیانیدس زیاته کړه، اروپايي ټولنه او افغانستان دواړه غواړي چې د افغانانو د هغې کډوالۍ مخه ونیسي چې په کې هغوی د یو خطرناک سفر په کولو خپل ژوند له ګواښ سره مخ کوي.
نوموړي وویل، بېرته په افغانستان ته د ستنو شویو مهاجرو د بیا ځای پرځای کولو لپاره شااوخوا ۲۰۰ میلیونه یورو په پام کې نیول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کلونو کې په ګڼ شمېر افغانانو اروپايي هېوادونو ته د رسېدو په خاطر داسې خطرناکې لارې خپلې کړي چې یو شمېر تر منزل ونه رسېدل او هغوی چې اروپا ته رسیدلي هم دي، دغلته د دوی لپاره د ژوند له شتو شرایطو خوښ نهدي.