اشرف غني د ترکیې استانبول ښار ته تللی

افغان ولسمشر اشرف غني د اسلامي هېوادونو مشرانو په یوې فوق العاده غونډه کې د ګډون لپاره د ترکیې استانبول ښار ته تللی.

له ارګه په دې اړه تېرماښام یوې خپرې شوې خبرپاڼې کې ویل شوي چې ولسمشر اشرف‎غني به نن چهارشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۲»په دې غونډه کې وینا وکړي چې په کې"د بیت‎المقدس په رسمیت پېژندلو او دغه ښار ته د امریکا متحدو ایالتونو د سفارت د انتقال په اړه د افغانستان د حکومت او خلکو لیدلوری او اندېښنه بیان کړي."

دا چې ولسمشر غني به په ترکیه کې د اسلامي هېوادونو د مشرانو په دې ځانګړې غونډه کې پر ګډون سربېره له ترکیې او نورو هېوادونو د چارواکو او مشرانو سره لیدنې کتنې ولري او کنه؟ ارګ یې په اړه جزئیات نه‎دي ورکړي.

بل‎خوا د افغان حکومت یوې سرچینې ازادي راډیو ته تائید کړې، د ملي امنیت ځواکونو تېره ورځ په کابل ښار کې د افغان ترک پر یو ښوونځي عملیات کړي او دغلته یې یو مشکوک کس نیولی دی.

د نیول شوي کس یا کسانو د هویت په اړه څه نه‎دي ویل شوي.

خو پر افغان- ترک ښوونځي دې عملیاتو دا پوښتنې راپیدا کړي چې ایا دا عملیاتو خو به ترکیې ته د ولسمشرغني له سفر سره تړاو نه‎لري، چېرې چې ولسمشر رجب طیب اردوغان د افغان ترک ښوونځي د خپل سیاسي مخالف فتح‎الله ګولین سره تړلي بولي.