روسیې په یمن کې خپل ډیپلوماټیک حضور په مؤقت ډول ځنډولی

له یمن څخه ټول روسيې ډیپلوماټان ووتل او مسکو په دې هېواد کې خپل ډیپلوماټیک حضور په مؤقت ډول ځنډولی دی.

د روسيې د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل، دا ګام يې په یمن کې د امنیتي وضعیت خرابېدو ته په پام پورته کړی دی.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا وویل، د روسيې سفیر او یو شمېر ډیپلوماټان به د سعودي له مرکز ریاض څخه فعالیت کوي.

د یمن لپاره د روسيې سفیر له یوه کال راهیسې له ریاضه فعالیت کوي.

مسکو تېره اوونۍ خبرداری ورکړ چې یمن د پوځي او سیاسي ګډوډۍ په لور روان دی.

د یمن حکومت چې سعودي عربستان يې ملاتړ کوي له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې له شیعه حوثي ملېشو سره په جګړه کې ښکېل دی.

حوثیانو له ۲۰۱۴میلادي کال راپدېخوا د یمن پایتخت صنعا نیولی دی.

د یمن په کورنۍ جګړه کې تر اوسه پورې تر۸ زره او ۷ سوه پنځوسو ډېر کسان وژل شوي او ملګرو ملتونو د دې هېواد وضعیت د نړۍ تر ټولو ستر بشري ناورین بللی دی.