مشرانو جرګه: په کابل کې د يوې کورنۍ د ۱۰ غړو وژونکي دې اعدام شي

د افغانستان مشرانو جرګه په کابل کې د يوې کورنۍ د ۱۰ غړو په وژنه کې د درېیو تورنو کسانو د علني محاکمې غوښتنه کوي.

د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار چې د سې شنبې د ورځې د جلسې مشري یې کوله ټينګار وکړ چې یاد کسان باید د اشد مجازات يا اعدام په سزا محکوم شي.

نوموړي وویل:

"دوی باید د افغانستان د قوانینو په اساس، په اشد مجازات محکوم شي، تر څو دوی او نورو خلکو ته عبرت وي او په راتلونکي کې له دا ډول جنایتونو مخه ونیول شي."

د کابل پولیسو درې ورځې وړاندې ویلي وو چې د ۱۵مې حوزې اړوند د ۵۰۰ فامیلیو په سیمه کې د يوې کورنۍ ۱۰ غړي د وسلې په وسیله د نامعلومو کسانو له‎ خوا وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي، خو پولیسو تېره ورځ دغه درې کسان په بغلان کې ونېول.

دا لومړی ځل نه‎ دی چې په کابل کې دا ډول پېښه رامنځه کېږي، څه موده مخکې د ۱۰مې امنیتي حوزې اړوند د پایکوب نصوار په سیمه کې د یوې کورنۍ ۵ ماشومان په ورته یوه پېښه کې ووژل شول.